نوښار کښې دمدرسې طالب علمې سره داجتماعي زياتي کيس،مرکزي ملزم بربڼ ګرځول شويدے

Aug 8, 2025 - 22:53
 0  2
نوښار کښې دمدرسې طالب علمې سره داجتماعي زياتي کيس،مرکزي ملزم بربڼ ګرځول شويدے

نوښار( سيد نديم مشواني)  دنوښار امانګړهـ مدرسې زده کوونکې  سره داجتماعي زياتي دکيس مرکزي ملزم انور شاه په ضمانت درها کيدو نه( بربڼ) پس دمتاثره جينۍ وروڼو دوسلې په زور اغوا کړے دے اؤ ټوله ورځ ئې په کلي کښې  بغير دجامو نه ګرځولے دے.

 انور شاه دتشدد کولو نه پس دنوښار کلان مسيح الله فارم کښې پريښودل شوے دے،  دزياتي دښکار جينۍ  دپينځوو  ورځو خلاف  په نوښار کلان تاڼه کښې دزيردفعه ٣٦٥ پي پي سي  له مخې مقدمه درج کړے شوې ده.

پوليسو وئيلي انور شاه ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي