دايران اؤ اسرائيلو دجنګ اثرات، وفاقي حکومت دتيلو بيعې لوړې کړې

دايران اؤ اسرائيلو دجنګ اثرات مخې ته راتلل شروع شويدي، وفاقي حکومت دائنده پينځلسو ورځو لپاره دپيټروليم مصنوعاتو په بيعو کښې اضافه کړې ده.
دخزانې دوزارت لخوا جاري کړے شوي نوټيفيکيشن ترمخه دپيټرولو په نرخ کښې دليټر پسر دڅلورو روپو اؤ ٨٠ پېسو اؤ دهائي اسپيډ ډيزلو په بيعه کښې دليټر پسر د٧ روپو اؤ ٩٥ پېسو اضافه شوې ده.
په بيعو کښې داضافې نه پس ديو ليټر پيټرولو نرخ ٢٥٨ روپۍ اؤ ٤٣ پېسې اؤ دهائي اسپيډ ډيزلو بيعه ٢٦٢ روپۍ اؤ ٥٩ پېسو ته رسيدلې ده.
دخزانې وزارت دپيټروليم مصنوعاتو په بيعو کښې دردوبدل نوټيفيکيشن جاري کړے دے، دنوو بيعو اطلاق دتيرې شپې ١٢و بجو نه شوے دے.
دفنانس ډويژن له لوري جاري کړے شوې اعلاميه کښې وئيل شويدي چې وفاقي حکومت داوګرا اؤ متعلقه وزارتونو په سفارشونو دپيټروليم مصنوعاتو په بيعو کښې داضافې فيصله کړې ده.
What's Your Reaction?






