راتلونکې اونۍ امريکا غږ نشريات دوباره شروع کولے شي،دانصاف محکمه

May 4, 2025 - 00:28
May 4, 2025 - 00:29
 0  20
راتلونکې اونۍ امريکا غږ نشريات دوباره شروع کولے شي،دانصاف محکمه
دعکس سرچينه:رائټرز
راتلونکې اونۍ امريکا غږ نشريات دوباره شروع کولے شي،دانصاف محکمه

 دامريکې دانصاف محکمې  وائس اف امريکا( امريکا غږ) اداره خبر کړې ده چې ددوي عمله دراتلونکې اونۍ نه پروګرامنګ دوباره شروع کولے شي، دا اطلاع دخالي په ورځ دصحافتي ازادۍ  يو تنظيم او دوائس اف امريکا يو ملازم فرانسيسي خبري ادارې( اے ايف پي) ته ورکړې ده.

 دبين الاقوامي سامعينو لپاره چلول کيدونکے دا  دامريکائي حکومت زيرانتظام خبري  اداره  دهاغه وخت راهسې بنده ده چې صدر ډونلډ ټرمپ په مارچ کښې  ديو ايس ايجنسۍ فار ګلوبل ميډيا دتحليل کولو حکم کړے ؤ.

همدا ايجنسي د وائس اف امريکا، ريډيو فري ايشيا او نورو نشرياتي ادارو نګراني کوي او ددوي لپاره وفاقي فنډز تقسيموي.

 دوائس اف امريکا چيف نيشنل رپورټر سټيوهرمن  په ايکس( پخواني ټويټر) ليکلي دي چې دانصاف محکمې يو وکيل زمونږ وکيل ډيوډ سائيډ ته يو اي ميل ليږلے، چې پکښې اطلاع ورکړل شوې ده چې يو ايس ايجنسي فار ګلوبل ميډيا توقعو لري چې دوي او اے عمله په مرحله واره توګه دواپسۍ اغاز وکړي  اؤ پروګرامنګ به دراتلونکې اونۍ نه بحال شي.

 د وائس اف امريکا دوه ملازمانو دخالي په روځ وئيلي چې دهغوي  دکار کولو اي ميل اکاونټس، چې منجمد کړے شوي وو، دوباره فعال کړے شويدي، حالانکې  هغوي ته په باقاعده توګه کار له دواپسۍ  اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

 دصحافيانو بې ګټې تنظيم رپورټرز وداوټ بارډرز وئيلي دي چې  دهغوي اؤ وي او اے وکيلانو ته دانصاف محکمې اطلاع ورکړې ده چې  دنشرياتي ادارې ملازمانو ته  کار له دواپسۍ اجازه ورکولے شي.

د رپورټرز وداوټ بارډرز ترمخه دانصاف محکمې په اي ميل کښې وئيل شويدي چې مونږ ته اطلاع ترلاسه شوې ده چې نن يو ايس ايجنسي فار ګلوبل ميډيا دخپلو او وي او اے د١٤٠٦ ملازمانو او په ټيکه دکارکوونکو اکاونټونه فعال کړے شويدي.

 دوي وئيلي يو ايس ايجنسي فار ګلوبل ميډيا اوس مهال توقعو لري چې حفاظتي، دعمارت ګنجائش اؤ الاتو په اړه دمسائيلو په وجه به عمله په مرحله واره توګه واپسي دراتلونکې  اونۍ نه شروع کړي.

 دوي او اے دنشرياتو دراتلونکې هفتې نه دپيل کيدو توقعو ده، دوي او اے بحالي دصدر ټرمپ لپاره په يو ډول ناکامي منل کيږي.

صدر ټرمپ اعتراض کړے ؤ چې وي او اے، چې په ټوله نړۍ کښې  لکونو سامعينو او ناظرينو پورې لاس لرسے لري، دهغه دحکومت موقف ته وده ولې نۀ ورکوي.

 هغه دادارې په ايډيټوريل، فائر وال، اعتراض لرلو، چې دغه نشرياتي ادارې ته په ازادانه توګه دکار کولو اجازه ورکوي.

 داپريل په مياشت کښې دوائس اف امريکا ګڼو پخوانو ډائريکټرانو، چې په مختلفو دورونو کښې   دواړو ګوندونو نامزد کړي وو، کانګريس ته ئې ديو خط په ليکلو سره غوښتنه کړې وه چې ددغه نشرياتي ادارې دبحالۍ لپاره دې مداخلت وکړل شي، په ځانګړې توګه هاغه وخت کله چې يو جج فيصله وکړه چې دټرمپ لخوا ادارې بندول قانوني خلاف ورزي وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي