غزه کښې دامداد تقسيمولو مرکز سره نزدې داسرائيلو حمله،٣١ مړۀ،١٥٠و نه زيات ژوبل

دحماس لخوا چلول کيدونکي دصحت وزارت اؤ روغتيائي چارواکو وينا ده چې په غزه کښې دامداد تقسيموونکي يو مرکز سره نزدې داسرائيلو په يوه حمله کښې ٣١ کسان وژل شوي اؤ د١٥٠و نه زيات نور ژوبل شوي دي.
دبي بي سي انګريزۍ څانګې ترمخه رپورټونه وائي چې داتوار په سحر وختي يوه پېښه هاغه وخت وشوه کله چې خلق په جنوبي غزه کښې په رفاه کښې په قطار کښې ولاړ وو، بله پۀ مرکزي غزه کښې دامداد دمرکز سره نزدې شوې ده چې پکښې ١٤ کسان ژوبل شويدي دي
دامداد تقسيمونکې ډلې ( جي ايچ ايف) وينا ده چې دغه دعوې دحماس لخوا خورې کړے شويدي.
داسرائيلو دفاعي ځواکونو وئيلي دي چې ابتدائي موندنې ښائي چې دهغوي ځواکونو دغزه دخلقو سره نزدې ډزې نه دي کړي.
What's Your Reaction?






