درياستي دهشت ګردۍ بندولو سره دې بهارت بامعنې مذاکرات وکړي،پاکستان
په متحده قامونو کښې دپاکستان کونسلرې صائمه سليم واضحه کړې ده چې درياستي دهشت ګردۍ بندولو سره دې بهارت بامعنې مذاکرات وکړي اؤ دا اوس شروع کيدل پکار دي.
صائمه سليم دا خبره دسلامتي کونسل دپرانستې مباحثې په دوران دهندوستان په بيان درعمل ورکولو په دوران ورکړې ده، دې وئيلي دي چې هندوستان يوځل بيا دګمراه کن معلوماتو، انحراف اؤ انکار سهارا اخستې ده، دبهارت لخوا ګډې وډې خبرې حقائق نۀ شي پټولے، اوس هر څه په ډاګه دي.
دۀ واضحه کړې ده چې هندوستان مقبوضه جمو او کشمير کښې اولسي وګړو بې دريغه قتل اؤ ژوبل کوي، په پاکستان پارونکې حملې کوي اؤ اولسي وګړي په نخښه کوي، په کينيډا کښې سکهـ رنما هرديپ سنګهـ نجر قتل اؤ په امريکا کښې دسکهس رهنما ګرپتونت سنګهـ دقتل سازش په لوري اشارې کولو سره هغې سلامتي کونسل ته ورپه ياده کړې ده چې هندوستان اوس نۀ صرف پاکستان بلکې په ټوله دنيا کښې ددهشت ګردۍ اؤ ټارګټ کلنګ سرپرستي کوي
صائمه سليم وئيل پاکستان دبين الاقوامي ورورولۍ سره په شريکه دپهلګام پېښې غندنه کړې ده، کۀ چرې دهندوستان سره دپټولو لپاره څه نۀ و نو ورته پکار وه چې ددې پېشې په غيرجانبداره، معتبر اؤ ازادانه تحقيقاتو رضا شوے وے اؤ تسليم کړے ئې وے چې تحقيقات پکار دي، اوس هندوستان دسيندونو داوبو دمخنيوي کوشش کړے دے چې دپاکستاني د٢٤ کروړه عوامو لپاره دژوند علامت دے، اوبۀ ژوند دے، دجنګ وسله نۀ ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0