دپاک وهند تنازعاتو دحل نوے امکان پيدا شوے دے، دامريکې خارجه محکمه

May 25, 2025 - 01:21
 0  0
دپاک وهند تنازعاتو دحل نوے امکان پيدا شوے دے، دامريکې خارجه محکمه
State Department spokesperson Tammy Bruce speaks during her first press briefing at the State Department in Washington, DC, US on March 6, 2025. — Reuters

دامريکې دخارجه محکمې ترجمانې ټيمي بروس وئيلي دي چې  دپاک وهند ترمينځ جاري تاؤتريخوالي کښې  دکمي اؤ جنګ بندۍ کريډټ دامريکې شموليت اؤ معاونت ته ځي،

دې وئيلي دي چې  دپاک وهند تنازعاتو دحل نوے امکان پيدا شوے دے

 دامريکې خارجه محکمه ترجمانې په واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته دوينا په وخت ووئيل که  هر څو په ماضي کښې څو ځله دا تنازعات حل  شوي نۀ دي، خو اوس داميد يو نوې څريکه په نظر راځي

 دې ووئيل  دا ددواړو ملکونو لپاره يوه زرينه موقعه ده چې مخ په وړاندې تګ وکړي ، دې ووئيل چې  ښۀ خبره دا ده چې  پاکستان او هند دواړه دجنګ بندۍ جاري ساتلو لپاره سنجيده اؤ پرعزم دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي