افغانستان کښې ټريفکي پېښه،5 تنه مړۀ

May 20, 2025 - 03:50
 0  1
افغانستان کښې ټريفکي پېښه،5 تنه مړۀ

دافغانستان په  کندوز ولايت  کښې امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب اولسوالي کښې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړي او دوه نور ټپيان شوي دي.

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې ترمخه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعه‌الدين خاکسار وايي چې تېره شپه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کښې يو کرولا موټر له سړکه وتلي او چپه شوي دي.

هغه  وئيلي چې دغه موټر له کندوز ښاره امام صاحب اولسوالۍ ته پر لاره و.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کښې په موټر کښې سپاره پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړي او دوه نور ټپيان شوي دي.

خاکسار زياته کړې چې امنيتي ځواکونه او ترافيک پوليس پر وخت د پېښې ځاي ته رسېدلي او ټپيان يې د درملنې په موخه د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د دې پېښه لامل د موټر چلوونکي بې‌احتياطي ښودل شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي