بلوچستان کښې چاؤدنه،٤ مړۀ، کوئټه کښې په ډزو دنائي ددوکان مالک قتل

دبلوچستان ضلعې قلعه عبدالله علاقې ګلستان کښې په جبارمارکيټ کښې زورداره چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې څلور کسان وژل شوي اؤ اتۀ نور ژوبل شويدي. په ژوبل شوو کښې دځينو کسانو حالت تشويشناک ښودل کيږي، بل اړخ ته په کوئټه کښې سرياب مل سره نزدې په ډزو يو تن وژل شويدے.
ذريعو وئيلي په قلعه عبدالله کښې شوې چاؤدنه دومره طاقتوره وه چې له امله ئې ګڼ دوکانونه په زمکه کښې دننه شوي اؤ ګڼو ولاړو ګاډو ته هم نقصان رسيدلے دے.
عيني شاهدانو وئيلي دچاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوے، دچاؤدنې وروسته سيمې ته سيکورټي فورسز رسيدلي اؤ علاقه ئې پخپله ولقه کښې اخستې ده، امنيتي اهلکارو په سيمه کښې دلټونې عمليات شروع کړي دي.
امدادي ټيمونو ژوبل شوي کسان نزدې هسپتالونو ته منتقل کړي دي.
اخوا دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند دچاؤدنې غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دشهيدانو قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، هغه وئيلي دچاؤدنې دتحقيقات حکم شوے دے.
بل لوري ته په کوئټه کښې دسرياب مل سره نزدې ديو دنائي په دوکان په موټرسائيکل سورو کسانو ډزې کړيدي چې له امله ئې ددوکان مالک وژل شوے دے، دوژل شوي تن مړے هسپتال ته منتقل کړے شوے دے.
دپوليسو وينا ده چې مقتول درحيم يار خان اوسيدونکے ؤ.
What's Your Reaction?






