دپاک وهند جنګ په دوران دافغان طالبانو دمشر دنزدې ملګري دهند دخفيه دورې انکشاف

May 17, 2025 - 00:06
 0  1
دپاک وهند جنګ په دوران دافغان طالبانو دمشر دنزدې ملګري دهند دخفيه دورې انکشاف
Photo Source,BBC

 دپاک وهند جنګ په دوران دافغانستان او هند ترمينځ په لوړه کچه  دخفيه رابطو انکشاف شوے دے.

 دبي بي سي پښتو څانګې ترمخه دطالبانو دمشر  ملا هبة الله اخند نزدې ملګري ابراهيم  صدر په خفيه توګه دهند دوره کړې ده.

 هغه  مرستيال داخله وزير او په اسټريټجک فيصلو کښې اهم کردار ادا کوي، دخودکش حملو دمنصوبه بندۍ په وجه په هغه  نړيوال بنديزونه هم لګيدلي وو.

 دهند خارجه سيکرټري هم په ٢٧م اپريل دکابل دوره کړې وه، په جنورۍ کښې افغان خارجه وزير په دوبۍ کښې دهند دمرستيال خارجه وزير سره هم ليدنه کړې وه.

همدغه شان دهند خارجه وزير جے شنکر هم تيره ورځ دطالبانو دخپل هم منصب  اميرخان متقي سره ټيليفوني رابطه کړې وه.

 دهند خارجه وزير وئيلي اميرخان متقي دپهلګام پېښې سخته غندنه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي