ولې دپاکستان زيرانتظام کشمير کښې مدرسې بندې خو يونيورسټۍ پرانستې دي؟

May 3, 2025 - 22:48
May 3, 2025 - 22:49
 0  4
ولې دپاکستان زيرانتظام کشمير کښې مدرسې بندې  خو يونيورسټۍ پرانستې دي؟
دعکس سرچينه:سوشل ميډيا

 دپاکستان زيرانتظام کشمير کښې دزيارت په ورځ دحکومتي حکمنامې وروسته مقامي انتظاميې اؤ پوليسو دکنټرول لائن سره نزدې  ديني مدرسې پخپله نګرانۍ کښې تړلي دي.

دبي بي سي ترمخه  دسيمې په نورو علاقو کښې هم کم از کم زر مدرسې دلسو ورځو لپاره بندې کړے شويدي، سکولونه، کالجونه او يونيورسټۍ پرانستې دي.

 دکنټرول لائن سره نزدې علاقو کښې  دموجودو مدرسو بندولو نګراني مقامي انتظاميه کوي.

 په حکومتي مراسله کښې صرف  دمدرسو دبندولو احکامات نۀ دي ورکړے شوي بلکې سيمې ته دسيلګرو په داخله هم پابندي لګول شوې ده.

 دا وخت دپاکستان زيرانتظام کشمير علاقو خصوصاً  دکنټرول لائن سره نزدې سيمو کښې سول ډيفنس او نورې ادارې اولسي وګړو ته دوسلو چلولو،  ځان ددفاع او ابتدائي مرستې خصوصي تربيت ورکوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي