دايران دخارجه وزير دپاکستان صدر، وزيراعظم او پوځ دسرلښکر سره ليدنې، دمرستې په غزولو اتفاق

May 6, 2025 - 10:34
 0  1
دايران دخارجه وزير دپاکستان صدر، وزيراعظم او پوځ دسرلښکر سره ليدنې، دمرستې په غزولو اتفاق
photo source/ISPR

اسلام اباد: ارمي چيف  جنرل سيد عاصم منير دايراني خارجه وزير سره ليدنه کړې ده چې پکښې په جيو سټريټجک صورتحال او پېښو چيلنجونو دخيالاتو تبادله شوې ده

دائي ايس پي ار ترمخه دايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي تيره ورځ جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کښې دارمي چيف جنرل سيد عاصم منير سره ليدنه کړې ده چې پکښې په جيو اسټريټجک ماحول تعميري خبرې شويدياو په خصوصي توګه  په امنيتي څانګه کښې دواړو ملکونو ته   پېښو چيلنجونو ته توجو راګرځول شوې ده، ددوه اړخيزه رابطه کارۍ سيوا کولو دکوششونو دبرخې په توګه  دپاک ايران سرحد امنيتي ميکنزم جاج هم اخستل شوے دے.

 دائي ايس پي ار وينا ده چيف اف ارمي سټاف جنرل سيد عاصم منير  دا خبره تکرار کړېچې پاکستان او ايران  وروڼه ګاونډي ملکونه دي او دمشترکه تاريخ، ثقافت او مذهب په ژورو رشتو تړلي دي.

 دائي ايس پي ار ترمخه دواړو فريقو دسيمې په اړه په مسائيلو کښې مثبت پرمختګ لپاره په مشترکه توګه دکار کولو سره خپل مينځي مرستې په  غزولو اتفاق کړےدے.

دايران خارجه وزير په سيه کښې دامن او استحکام لپاره دپاکستان دکوششونو اعتراف او ستائينه کړېده.

 ددې نه وړاندې صدراصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف هم دايران خارجه وزير سره ليدنه کړې چې پکښې دامن او خوشحالۍ دودې لپاره په شريکه دکار کولو پهاهميت زور راوړل شوے اؤ وئيل شوي چې   دهنددجارحانه اقداماتو په سبب علاقائي امن او استحکام ته خطره ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي