دامريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دجنرل سيد عاصم منير دقائدانه صلاحيتونو اعتراف

امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دبهارتي جارحيت په دوران دارمي چيف جنرل سيد عاصم منير دقائدانه صلاحيتونو اعتراف کړے دے.؛
پخپل يو رپورټ نيويارک ټائمز ليکلي دي چې دپاکستان او هند ترمينځ تاوتريخوالي او دبهارتي جارحيت وروسته جنرل سيد عاصم منير دلومړي صف نه په لارښوونې کولو سره مثال قايم کړے دے.
نيويارک ټائمز پخپل رپورټ کښې وئيلي دي چې په جنګي مشقونو کښې جنرل سيد عاصم منير په ټينک دپاسه ختلے اؤ ځوانانو ته ئې وينا کړې ده.
ورځپاڼې ليکلي دي چې ارمي چيف وئيلي دي چې دکومې بهارتي مهم جويۍ به خلۀ ماتے جواب ورکولے شي، جنرل سيد عاصم منير دهند خلاف سخت موقف لري.
امريکائي ورځپاڼې ليکلي دي چې دارمي چيف جنرل سيد عاصم منير ردعمل دکومې سياسي اندازې نه زيات ښکاري.
What's Your Reaction?






