وفاقي بجټ اولس لپاره ويرونکے خوب دے، بيرسټر سيف

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا حکومت داطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف په وفاقي بجټ سخت ردعمل ښودلے اؤ دا ئې دجعلي حکومت جعلي ريليف ګرځولے دے
بيرسټر محمد علي سيف پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې .
په بجټ ردعمل خبل ردعمل کښې دۀ وئيلي دي چې دپيټرولو په قيمتونو کښې داضافې اثر په فوري توګه دضروري څيزونو په قيمتونو پريوځي. چې ورسره داولس مشکلات دوه چنده کيږي
دۀ وئيلي دي چې پيټرول اؤ په بجلۍ ټيکسونو کښې اضافه به دګرانۍ يو نوے طوفان وزيږوي.
بيرسټر سيف وئيلي دي چې دحکومت لخوا دتوانايۍ متبادلو ذريعو لکه سولر پينلو باندې ټيکس لګول قابل افسوس دي. دۀ ووئيل چې اوس سولر پينلرې هم دغريب عوامو دلاسرسي نه بهر شويدي.
What's Your Reaction?






