پخوانی وفاقي وزیر عباس اپرېدی د گاز چاودنې له امله ومړ

Jun 6, 2025 - 12:17
Jun 6, 2025 - 14:46
 0  6
پخوانی وفاقي وزیر عباس اپرېدی د گاز چاودنې له امله ومړ

کوهاټ ( نعمت الله خان ) پخواني وفاقي وزير د ګاز چاودنې له کبله د سختو ټپنو وروسته د پنجاب په کريا روغتون کې ومړ.

نوموړي تېره ورځ د جون پر پنځمه نېټه په کوهاټ ولسوالۍ کې خپله حجره کې ناست و چې د ګاز يا ګېس د ناڅاپي چاودنې له کبله له درېيو نورو ملګرو سره يو ځای په پېښه کې ژوبل شوی و.

عباس اپرېری د عاجلې لومړنۍ  درملنې لپاره د کوهاټ پوځي روغتون ته لېږدول شو چې وروسته د نازک روغتيايي وضعيت له امله د ډاکټرانو په سپارښته د پنجاب کريا نومې روغتون ته انتقال نه پس يې  هلته د سختو ټپنو له کبله ساه وکړه.

 د سرچينو په وينا چې د نوموړي اتيا سلنه ډېر وجود سوځېدلی و.
عباس اپرېدی د پاکستان د قبايلو چارو پخوانی وزير او د سنا مجلس غړی هم پاتې و.

نوموړی د پاکستان اوسني واکمن مرکزي حکومت پاکستان ملسم ليګ (ن ) ګړی هم پاتې شوی و چې وروسته يې په رسمي توګه سياست پرېښودو اعلان وکړ او خپل کاروبار په کولو بوخت و.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي