هند: په مندر کښې دټيل ماټيل په سبب 6 کسان مړۀ،50 ژوبل

دهند ګووا رياست په شيرکلي کښې دخالي په سحر ديوې مذهبي اجتماع په دوران دمنډو ترړو جوړيدو په سبب لږ ترلږه شپږ کسان مړۀ اؤ د50و نه زيات نور ژوبل شويدي، دغه پېښه دسري ديوي لائي رائي مندر کښې دکليز جاترا په دوران شوې ده، دزرګونو په شمير کښې دزائرينو په هجوم کښې ناڅاپي ويره ترهه خوره شوې ده.
دهندي ميډيا رپورټ ترمخه دپېښې وروسته ژوبل شوي کسان نزدې هسپتالونو ته وړل شويدي، دهند وزيراعظم او دګووا وزيراعلى پرمود ساونت په دې پېښه دافسوس څرګندونه کړې ده.
دصحت دوزير وينا ده چې دديرشو کسانو علاج روان دے چې پکښې داتوو حالت تشويشناک دے.
دابتدائي اطلاعاتو ترمخه دمنډو ترړو جوړيدو سبب دخلقو رش او ناکافي انتظامات وو، هندي چارواکو ددې پېښې پلټنې پيل کړيدي.
What's Your Reaction?






