کرمه، په کور دمارټر ګولې راپريوتو له امله زنانه مړه

May 23, 2025 - 00:41
 0  2
کرمه، په کور دمارټر ګولې راپريوتو له امله زنانه مړه

دخېپرپښتونخوا په قبائيلي ضلع کرمه کښې په يو کور دمارټر ګولې راپريوتو له امله يوه زنانه وژل شوې ده

 دمقامي سرچينو وينا ده چې دا پېښه دمرکزي کرمې علاقې ګواړه کښې شوې ده چرته چې دعزت شاه نومې  تن په کور دمارټر ګور راپريوتې ده.

 دمارټر ګولې راپريوتو په سبب دعزت شاه ميرمنه  سخته ژوبل شوې وه چې هسپتال ته  وړل  کيده خو په لاره کښې ئې دزخمونو تاب نۀ دے راوړے اؤ ساه ئې ورکړې ده.

دمقامي سرچينو  وينا ده چې  دمرکزي کرمې په ګڼو علاقو کښې دترهه ګرو خلاف ټارګټډ اپريشنې روانې دي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي