حکومت دې اے پي سي طلب کړي، مولانا فضل الرحمان

دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان غوښتنه کړې ده چې حکومت دې دموجوده ملکي اؤ علاقائي صورتحال په تناظر کښې اے پي سي طلب کړي چې دغه شان قومي اتفاق رائې پيدا کړے شي
پخپل يو بيان کښې مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې بهارت ټوله سيمه کښې د تاؤتريخوالي فضاء پيدا کړې ده، دۀ وئيلي ديچې دبهارتي وزيراعظم نريندر مودي پاليسۍ نۀ صرف په عالمي کچه بلکې په هند کښې دننه هم دسخت مخالفت سره مخ دي، مودي اوس په هند کښې غيرمقبول شوے دے اؤ دهغه هندوتوا پاليسي سخته ناکامه شوې ده.
دجے يوائي(ف) مشر وئيلي دي چې په هند کښې اپوزيشن جماعتونو، مسلمانانو او سکهـ ورورولۍ دمودي دملګرتيا کولو نه انکار کړے دے چې دهاغه ځائے دداخلي کمزوريو واضحه ثبوت دے.
مولانا فضل الرحمان په دې خبره زور راوړے دے چې حکومت ته په خارجه پاليسۍ کښې دسنجيدګۍ مظاهرې کولو سره دافغانستان سره دوستانه تعلقات جوړول پکار دي ځکه چې موجوده علاقائي صورتحال کښې دګاونډي ملکونو سره مرسته ضروري شوې ده.
دۀ وئيلي دي چې په موجوده حالاتو کښې په قومي سطح مشاورت ضروري دے اؤ اے پي سي رابلل دوخت اهم ترين ضرورت جوړ شوے دے.
What's Your Reaction?






