بنو کښې په ايف سي لائن خودکش حمله، پينځه اهلکار شهيدان، پينځه ترهه ګر هم وژل شوي
) د بنو ضلع کښې د ترهګرو حمله کښې د ايف سي پنځه اهلکار شهيدان شوي اؤ پنځه ترهګر هم وژلے شوي دي
د ډان نيوز په وينا، د خيبر پښتونخوا د بنو ضلعې په ايف سي لاين بريد شوے، چې پکښې يو ځانمرګي خپل چاودېدونکے موټر د ايف سي لاين ديوال سره جنګولے او زوروره چاودنه يې کړې ده.
د چاودنې نه پس، ترهګرو کوشش وکړو چې ايف سي لاين ته دننه ورشي، خو پوليسو دغه کوشش ناکام کړو، او په ځوابي کارروايي کښې ئې پنځه ترهګر وژلي دي.
د بريد سمدستي پس، پاک پوځ د مقامي بريګيډ کمانډر په مشرۍ عمليات پېل کړل او ترهګر يې ووژل. د کليئرنس په عمل کښې د پوځ کمانډوز هم برخه اخيستې ده.
د ترهګرو بريد په نتيجه کښې اول پنځه ايف سي اهلکار ژوبل شوي وو، خو وروسته د سختو ټپونو له امله شهيدان شول.
د دنهې په ورځ د بنو په ايف سي لاين کښې د مرکزي دروازې سره ځانمرګي بريدګر خپل بارود ډک موټر جنګولے، چې په نتيجه کښې ئې زورداره چاودنه وشوه. د پوليسو په وينا، حمله کوونکي احاطې ته دننه شوي وو، ورپسې عمليات پېل شول.
د ايف سي لائن نه بهر موجود ريجنل پوليس افسر سجاد خان ويلي، چې د عملياتو مشري د بنو ډسټرېکټ پوليس افسر سليم عباس کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0