سپريم کورټ کښې په فوجي عدالتونو کښې دسويلينز ملټري ټرائيل سم وګرځولو

May 7, 2025 - 16:36
 0  0
سپريم کورټ کښې په فوجي عدالتونو کښې دسويلينز ملټري ټرائيل سم وګرځولو
Photo Source,Supreme court

  د سپريم کورټ اووۀ کسيز ائيني بينچ په فوجي عدالتوو کښې دسويلينز ملټري ټرائيل سم ګرځولے دے، دحکومت انټرا کورټ اپيلونو منظورولو سره ئې ارمي ايکټ په اصل شکل کښې بحال کړے دے.

دډان نيوز ترمخه دسپريم کورټ اووۀ کسيزي ائيني بينچ  دجسټس امين الدين خان په مشرۍ کښې  مختصر فيصله اورولې ده. تفصيلي فيصله به وروسته جاري کولے شي.

  انټرا کورټ اپيل په پينځه دوه اکثريت سره منظور کړے شوے دے. جسټس نعيم الدين افغان اؤ جسټس جمال مندوخيل دفيصلې سره اختلاف کړے دے .

 اووۀ کسيز بينچ تقريباً دپينځه مياشتو راهسې جاري سماعتونو نه پس  دګل په ورځ دکيس فيصله محفوظ کړې وه.

 سپريم کورټ دسويلين ملټري ټرائيل خلاف په اپيلونو سماعت لپاره  تيرکال په شپږم دسمبر  دجسټس امين الدين خان په شمرۍ کښې اووۀ کسيز ائيني بينچ جوړ کړے ؤ چې  په نهم دسمبر ئې په اپيلونو سماعت شروع کړے ؤ.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي