ډي ائي خان، ددوه ډلو ترمينځ ډزې، شپږ مړۀ
په تحصيل پنياله کښې دشهيد نواب خان تاڼې حدودو کښې ددوه مخالفه ډلو ترمينځ دډزو په تبادله کښې شپږ تنه وژل شوي او يو ژوبل شوے دے
، پوليسو ژوبل شوي او لاشونه ټائپ ډي هسپتال پنياله ته منتقل کړيدي. دتفصيلاتو ترمخه دشهيد نواب خان تاڼې حدودو کښې په وانډه بيرون کښې دوه وسله والې ډلې يوبل ته مخامخ شويدي.
ددواړو ترمينځ دډزو په تبادله کښې شپږ کسان نقيب الله ولد محمد نواز، شفيع الله ولد مستي خان، نجيب الله ولد امان الله، جلال ولد احمد ګل، نويد ولد فريد اؤ جهانزيب ولد محمد نواز پحق رسيدلي دي. ديو ګروپ نه پينځه او دبل نه يو تن وژل شوے دے. دبهتې په نۀ ورکولو دمخالفه ډلې مال اؤ څاروي سوزول شويدي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0