فلسطيني رياست دې فوري تسليم کړے شي، دبرطانيې دپارلمان غړي
دبرطانيې ليبر پارټۍ سره تعلق لرونکو خواؤشا ٦٠و دپارلمان غړو دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې فلسطيني رياست دې په فوري توګه تسليم کړي، په دې لړ کښې دپارلمان غړو برطانوي خارجه وزير ډيوډ ليمي ته باقاعده خط ليکلے دے.
دميډيا رپورټ ترمخه په خط کښې دپارلمان غړو داسرائيلو دحکومت لخوا دفلسطينيانو دجنوبي رفح يو کيمپ ته دجبري منتقلۍ په منصوبه سخت تنقيد کړےاؤ وئيلي ئې دي چې دا اقدام دبين الاقوامي انساني قوانينو خلاف ورزي ده.
دپارلمان غړو خبردارے ورکړے دے چې که چرې برطانوي حکومت فلسطيني رياست تسليم نۀ کړو نو ددوه رياستي حل لپاره به دبرطانيې حمايت غيرموثره شي.
دوي په حکومت زور راوړے دے چې دفلسطيني کډوالو لپاره دې دمتحده قامونو امدادي ايجنسۍ اونروا امداد جاري وساتي چې دغه شان انساني امداد او د بنيادي سهولتونو فراهمي ممکن شي.
فلسطيني چارواکو خبردارے ورکړے دے چې په غزه کښې دجاري محاصرې او امداد دکمي په وجه خواؤشا شپږ لکه او پنځوس زره ماشومان دسخت غذائي کمي او قحط دخطرې سره مخ دي، دبين الاقوامي ورورولۍ دفوري مداخلت نۀ کولو صورت کښې صورتحال نور هم خرابيدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0