اسلام اباد، صدر اصف علي زرداري سره د فيلډ مرشل سيد عاصم منير ملاقات،په پاک افغان تاؤتريخوالي خبرې

Oct 15, 2025 - 23:21
 0  1
اسلام اباد، صدر اصف علي زرداري سره  د فيلډ مرشل سيد عاصم منير  ملاقات،په پاک افغان تاؤتريخوالي خبرې

)  د پاک فوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د شورو په ورځ د  صدرمملکت  آصف علي زرداري سره وليدل، او هغه ته ئې د افغان طالبانو د وروستيو  تاؤژنو هلو ځلو په وړاندې د پاکستان فوځ اغېزناک ځواب  په اړه بريفنګ ورکړے دے.   دايوان صدر ترمخه  فيلډ مارشل منير  صدرمملکت ته د هېواد د دننه او بهر د امنيت عمومي حالت په اړه معلومات ورکړل.   هغه دا هم وويل چې د افغان طالبانو  دګډوډي وروسته  پاکستان په پوله باندې يو قوي او پرېکنده پوځي ځواب ورکړے دے.   د بيان له مخې، صدر زرداري د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو په قوت، مېړانه، چمتووالي، او وړتيا باندې بشپړ باور څرګند کړو.   هغه د پوځ د هوښيارۍ او مسلکي وړتيا ستاينه وکړه

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي