دخراب امنيت په سبب باجوړ کښې ٨م اګست پورې سکولونه وتړل شول
باجوړ ماموند تحصيل کښې سکولونه د امنيتي حالاتو له کبله تر 8م اګست بند کړل شول
دقبائيلي ضلعې باجوړ د ماموند تحصيل سکولونو د سيکيورټي د خرابو حالاتو له امله د ۸ اګسته پورې د بندېدو حکم شوے دے.
دباجوړ ډپټي کمشنر شاهـد علي دا خبره تائيد کړې ده چې د سيکيورټي موجوده صورت حال ته په کتو، د اول اګست نه تر ۸ اګسته پورې ټول سکولونه به بند وي.
هغه دا هم ويلي چې "په ماموند تحصيل کښې به ټول پرائيويټ سکولونه هم بند وي، دا فيصله د خلقو د تحفظ په خاطر شوې ده."
ياده دې وي، د جولائي په ۲۹مه نيټه هم د باجوړ د امنيت خرابيدو له امله درې ورځني کرفيو لګول شوې وه ، کومه چې په تحصيل لوي ماموند کښې نافذ شوې وه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0