دپي ټي ائي باني وئيلي کۀ ټول عمر هم په جيل کښې تير کړم خو دا حکومت نۀ منم، عليمه خان
دپخواني وزيراعظم عمران خان خور عليمه خان دعمران خان پيغام ورکړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دپي ټي ائي باني وئيلي کۀ ټول عمر هم په جيل کښې تير کړم خو دا حکومت نۀ منم
عليمه خان جوډيشل کمپليکس کښې دخبرو په دروان ووئيل چې په تنهايۍ کښې دپي ټي ائي دباني په اچولو سره دهغه دمائنس کولو کوشش روان دے
دې ووئيل چې داحتجاج پلان راغلو نو شرکت به پکښې کوو، دليډ کولو معامله نۀ ده. عليمه خان ووئيل چې صرف دتحريک انصاف خبرې رپورټ کيږي، دنورو سياسي جماعتونو کومه خبره نۀ رپورټ کيږي، دتحريک انصاف ويره ډيره زياته ده، ويريدلي خلق په حکومت کښې ناست دي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0