دتحريک تحفظ ائين پاکستان د٢٧م ائيني ترميم خلاف دپارليمنټ هاؤس نه بهر احتجاج

Nov 18, 2025 - 21:37
 0  3

اسلام اباد( وحدت خبر) اپوزيشن اتحاد تحريک تحفظ ائين پاکستان  د٢٧م ائيني ترميم خلاف دپارليمنټ هاؤس نه بهر احتجاج کړے دے، د٢٧م ائيني ترميم په ١٣م نومبر پارليمنټ نه دمنظوريدو نه پس  دقانون درجه موندلې ده په دې اپوزيشن جماعتونو سخت تنقيد کړے ؤ، دې قانون عدليې اؤ فوج کښې لوئې ډهانچه جاتي بدلونونه متعارف کړيدي، قانوني حلقو، پخوانو او موجوده ججانو دا دعدليې په ازادۍ حمله ګرځولې ده، دجمعې په ورځ په يو اجلاس کښې تحريک تحفظ  ائين پاکستان عهد کړے ؤ چې هغوي به  دائين په اصل شکل کښې بحالولو لپاره کوټلے احتجاج کوي اؤ هم ددې منصوبې لاندې اتحادي جماعتونو غړي دپارليمنټ هاؤس نه بهر راټول شوي اؤ احتجاج ئې کړے ے، مظاهرينو بينرې پورته کړې وې چې پرې درج وو، امريت مرده باد، جمهرويت زنده باد، ٢٧م ائيني ترميم مسترد، دعدليې غلامي دعوامو غلامي ده.  په احتجاج کښې د تحريکِ تحفظِ آئين پاکستان مشر محمود خان اڅکزي، د مجلس وحدت المسلمين مشرج او د ټي ټي اے پي مرستيال مشر سېنېټر علامه راجه ناصر عباس، د پي ټي آئي عمومي سېکرټر سلمان اکرَم راجه، او د ملي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر شامل وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي