دفيلډ مارشل مستقل مزاجۍ ټرمپ متاثره کړيدے، امريکائي اخبار
امريکائي اخبار سټريټجک اوټ لک وئيلي دي چې دفيلډ مارشل مستقل مزاجۍ ټرمپ متاثره کړيدے، امريکائي اخبار پخپل رپورټ کښې ليکلي دي چې دبهارتي طيارو درانسکوريدو منفي نتيجې راوتلي، په جنګ دمودي ردعمل ټرمپ پارولے دے، رپورټ کښې پوښتنه شوې ده چې ايا مودي به ددنيا ترټولو طاقتور تن عاصم منير سره ټکر واخلي؟ سټريټجک اوټ لک ليکلي دي چې دټرمپ لخوا دترهه ګرۍ خلاف دپاکستان ستائينې سره صورتحال بدليدل شروع شويدي. دامريکائي حکومت په نظر کښې دبهارت په مقابله کښې پاکستان دخوښې دملک درجه اختيار کړې ده، نريندر مودي په جنګ کښې پاکستان ښکته ښودل غوښتل، دبهارتي طيارو رانسکوريدو سره منفي نتيجې راووتلې، دجنګ بندۍ نه پس مودي دواشنګټن دوره ونۀ کړے شوه اؤ فيلډ مرشل عاصم منير ډونلډ ټرمپ لنچ لپاره راغوښتے. امريکې بي ايل اے ترهه ګره ډله ګرځولې ده، امريکې بهارت ته په پاکستان کښې دمداخلت نه دډډې کولو پيغام ورکړے دے. دوائټ هاؤس توجو دفيلډ مارشل سيد عاصم منير لوري ته ده. داخبار ترمخه دهنګامه خيزۍ ښکار سيمه کښې دارمي چيف عاصم منير احترام ديو داسې شخص په توګه کيږي چې په مشکلو حالاتو کښې هم انتهائي پرسکونه اؤ باصلاحيته اوسي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0