دتورغر دډپټي کمشنر لخوا دبحالۍ کارروايۍ جاري
تورغر( پ ر) دسيلاب صورتحال باندې دقابو راوستلو اؤ اولس ته دفوري ريليف ورکولو په غرض، دتوغر دډپټي کمشنر انور زيب خان لخوا دريليف اؤ بحالۍ کارروايۍ روانې دي، په دې لړ کښې دخالي په ورځ دډپټي کمشنر په مشرۍ کښې اجلاس ترسره شوے دے چې پکښې دضلعي انتظاميې متعلقه چارواکو شرکت کړے دے
دډپټي کمشنل په احکاماتو عمل درامد کولو سره ايډيشنل ډپټي کمشنر( فنانس اينډ پلاننګ) علي شير خان خليل دسيلاب ځپليو علاقو تفصيلي دوره کړې ده، په دې موقعه دهغه سره ايکسئن سي اينډ ډبليو، اسسټنټ کمشنر جدبا، پوليس اهلکار، تحصيلدار جدبا، ګرداور او نوره متعلقه عمله هم موجوده وه. دمعائنې په دوران دمقامي بازار اؤ بيسک هيلتهـ يونټو جائزه هم اخستل شوې ده.د ضلعي انتظاميې چارواکو عزم تکرار کړے چې سيلاب نه متاثره خلقو دبحالۍ اؤ رليف لپاره به هرممکن اقدامات کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0