د100ؤ نه دزياتو انساني تنظيمونو لخوا غزه کښې دفوري جنګ بندۍ اؤ مرستو رسولو غوښتنه

Jul 23, 2025 - 23:51
 0  3
د100ؤ نه دزياتو انساني تنظيمونو لخوا غزه کښې دفوري جنګ بندۍ اؤ مرستو رسولو غوښتنه

) دانساني حقونو د١٠٠ؤ نه زياتو تنظيمونو خبردارے ورکړے دے چې دغزه په پټۍ کښې  اجتماعي قحط خوريږي، صيهوني حکومت په راګيره کړے شوې ساحلي علاقه کښې دلوږې دلارې  دنسل کشۍ په تګلاره عمل کوي.

دايران دسرکاري خبري ادارې پريس ټي وي درپورټ ترمخه ١١١ تنظيمونو، چې پکښې ډاکټرز وداوټ بارډرز( ايم ايس ايف) ، سيو دي چلډرن، او اکسفيم شامل دي، په مشترکه اعلاميه کښې خبردارے ورکړے دے چې زمونږ ملګري اؤ دچا چې مونږ خدمت کوو، هغوي په تيزۍ سره  کمزوري کيږي.

 دې تنظيمونو په غزه کښې دفوري جنګ بندۍ، ټولو زمکنيو لارو اؤ د متحده قامونو تر انتظام لاندې قيادت کښې دامدادي سازوسامان دترسيل بغير دڅه خنډ نه دجاري ساتلو غوښتنه کړې ده.

پخپل بيان کښې دانساني همدردۍ تنظيمونو نشاندهي کړې ده چې په امدادي ګودامونو کښې  په زرګونو ټنه سامان موجود دے چې دعلاقې نه بهر اؤ دننه ايښودل شوے دے خو متاثرينو پورې ددې رسولو  کښې خنډونه دي.

 په بيان کښې وئيل شوي دي چې  فلسطينيان داميد اؤ زړۀ دماتيدو په يو چکر کښې نښتي دي، هغوي دامداد او جنګ بندۍ انتظار کوي خو هره ورځ دخرابيدونکو حالاتو سره ويښيږي.

 دوي وئيلي دي چې دا صرف  جسماني اذيت نۀ دے بلکې ذهني اذيت هم دے، بقاء ديو سراب پشان مخې ته ايښودل کيږي، په مشترکه اعلاميه کښې وئيل شويدي چې  دانساني همدردۍ  نظام ددروغو په وعدو نۀ شي چليدے. دا صورتحال په داسې وخت کښې مخې ته راغلے دے چې

دغزه دصحت محکمې ترمخه په يوه ورځ کښې کم از کم ١٥ فلسطينيان دلوږې دلاسه شهيدان شويدي دکوم نه پس چې دلوږې دلاسه دمرګونو شمير ١٠١ ته رسيدلے چې پکښې ٨٠ ماشومان هم شامل دي.

 بل لوري ته داسرائيلو لخوا په غزه  دوحشيانه بمبارۍ سلسله جاري ده، دتير يو شواروز په دوران نور ٧٧ فلسطينيان هم شهيدان شوي اؤ ٣٧٦ نور ژوبل شويدي،

دعرب ميډيا ترمخه شهيدانو کښې  پينځه داسې فلسطينيان هم شامل دي چې دامداد منتظر وو، په امدادي مرکز په يوه حمله کښې نور ٥٢ کسان ژوبل شويدي.

  اسرائيلي فوج يوځل بيا دکډوالو کيمپونه اؤ امدادي مرکزونه په نخښه کړيدي چې له امله ئې نۀ صرف بې ګناه وګړي متاثره شوي بلکې دانساني همدردۍ په بنياد کارکوونکو ادارو اهلکارو ته هم زيان رسيدلے دے،

په غزه کښې دجاري قتل وغارت په نتيجه کښې دشهيد شوو مجموعي شمير ٥٩ زره ١٠٦ کسان شهيدان شوييد، دژوبل شوو فلسطينيانو شمير يو لک ٤٢ زره ٥١١و ته رسيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 1
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي