دامن نه بغير ترقي ممکن نۀ ده، وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امن ګنډاپور وئيلي دي ېچ په صوبه کښې دامن وامان بهتري اؤ دعوامو دځان ومال تحفظ دموجوده صوبائي حکومت لومړۍ ترجيح ده اؤ په دې به څه قسمه سمجهوته نۀ شي کولے ځکه چې دامن نه بغير ترقي ممکن نۀ ده.
په پېښور پوليس لائنز کښې دربار ته په وينا کښې وزيراعلي ووئيل چې پوليس افسران دې سفارش نۀ مني اؤ په ميرټ دې انصاف ورکړي.
دۀ ووئيل چې ټريفک پوليس دې په وړو خلاف ورزيو غريب مزدوران نۀ چالان کوي، صرف خبردارے دې ورکوي، دلويو ګاډو اميران دې زيات چالان کړے شي.
وزيراعلي ووئيل چې دشهيدانو دکورنيو به په سرکاري دفترونو کښې په ولاړه استقبال کولے شي.
دۀ ووئيل چې داولس دځان ومال دتحفظ لپاره دصوبې خزانه حاضره ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0