اسلام اباد، دمخصوصو نشستونو تقسيم، فيصله محفوظ

Jul 15, 2025 - 12:25
 0  0
اسلام اباد، دمخصوصو نشستونو  تقسيم، فيصله محفوظ

 اليکشن کميشن اف پاکستان کښې دخېبرپښتونخوا دمخصوصو نشستونو دتقسيم کيس سماعت مکمل کيدو نه پس فيصله محفوظ کړے شوې ده، دچيف اليکشنر کمشنر په مشرۍ کښې پينځه کسيز بينچ دکيس سماعت کړے دے، په دې دوران دجمعيت علمائے اسلام اؤ مسلم ليګ (ن) وکيلان داليکشن کميشن مخې ته پيش شويدي او دلائيل ئې ورکړيدي.

  په دې موقعه  د(ن) ليګ وکيل دلائيل ورکړيدي چې که دجے يو ائي اؤ زمونږ سيټونه برابر دي نو  مخصوص چوکۍ څنګه برابر نۀ شي کيدے.

 دسماعت په دوران  د(ن) ليګ وکيل وئيلي  زما اميدوار څنګه درائې ورکولو دحق نه محروم کيدے شي، زمونږ اته او دجے يو ائي لس سيټونه څنګه کيدے شي.

ليګي وکيل ووئيل  دواړو ګوندونو ته نهه، نهه چوکۍ ترلاسه کيدل پکار وو، دقانون له مخې په برابر کيدو ټاس کيدے شي، مونږ په برابريدو دټاس کولو خواست کوو.

په دې موقعه دجے يو ائي وکيل کامران مرتضي ووئيل شپاړسمې فرورۍ پورې که چې دطارق اعوانو نوټيفيکيشن  کيږي نو هغه هم شامليدے شي، ديو سيټ  لپاره به په ټول ملک کښې دمخصوصو چوکو معامله دوباره راپورته شي  اؤ دټول ملک  دمخصوصو چوکو نوټيفيکيشنز واپس کيدے شي.

پينځه ورځې وړاندې پېښورهائيکورټ  دمخصوصو چوکو دتقسيم خلاف دمسلم ليګ (ن)  په درخواست فيصله اورولې وه او اليکشن کميشن ته ئې په مخصوصو چوکو ددوباره فهرست جاري کولو حکم جاري کړے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي