خېبرپښتونخوا کښې دعدم اعتماد راوړلو حق جوړيږي، فيصل کريم کنډي

Jul 12, 2025 - 22:59
 0  0
خېبرپښتونخوا کښې دعدم اعتماد راوړلو حق جوړيږي، فيصل کريم کنډي

دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا کښې دعدم اعتماد راوړلو حق جوړيږي

 فيصل کريم کنډي دپيپلز پارټۍ رهنما خورشيد شاه سره ميډيا سره په خبرو کښې وئيلي دي چې  په صوبائي اسمبلۍ کښې ٣٠ ايم پي ايز ازاد  شويدي، چې نمبرې پوره وي نو تحريک عدم اعتماد راوړل کيدے شي

 دۀ ووئيل چې  دسياسي خلقو سره ملاقاتونه  دوام لري، مولانا فضل الرحمان سره مو پخوانے تعلق دے، په سياست کښې اتحادونه هم کيږي اؤ هم ماتيږي، کوشش کوو چې په خېبرپښتونخوا کښې په سينيټ انتخاب پينځه چوکۍ واخلو. ګورنر ووئيل چې  صوبه  کښې په دهشت ګردۍ کښې  افغان خاوره استعماليږي. دۀ ووئيل چې تحريک انصاف  داختلافاتو ښکار دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي