اسرائيل دغزه ٧٥ فيصده زيرقبضه علاقې خالي کولو ته اماده
داسرائيلو ددفاع وزير اسرائيل کاټز په غزه کښې دجاري اوږدې او خونړۍ تنازعې په حواله اهم بيان ورکړے اؤ ،ئيلي ئې دي چې اسرائيل زر دغزه ٧٥ فيصده زير قبضه علاقې خالي کولو لپاره تيار دے.
دغيرملکي ميډيا ترمخه داسرائيلو ددفاع وزير اسرائيل کاټز وئيلي دي چې دسبا نه پس به غزه دحماس نه بغير په نظر راځي.
د اسرائيلي ميډيا ترمخه ددفاع وزير وئيلي دي چې دغزه پاتې ٢٥ فيصده علاقو کښې پوځي کارروايۍ جاري ساتل نۀ صرف غيرضروري دي بلکې دغيرماليانو ژوند هم په شديده خطره کښې اچولے شي.
ددفاع وزير اميد څرګند کړے دے چې په راتلونکو ورځو کښې دحماس سره د٦٠و ورځو جنګ بندۍ باندې اتفاق ممکن دے چې ترمخه ئې دلسو ژوندو يرغماليانو رهائي اؤ په وژل شوو يرغماليانو کښې دنيمو دمړو واپسي شامل کيدے شي.
دۀ اعتراف کړے دے چې دجنګ بندۍ په مکملو شرائطو تراوسه مکمل اتفاق نۀ دے شوے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0