غزه کښې داسرائيلو بمباري، نور٨٠ فلسطينيان شهيدان
په غزه کښې داسرائيليو دفضائي اؤ زمکنيو حملو سلسله روانه ده، دميډيا رپورټونو ترمخه داسرائيلو په تازه حمله کښې نور ١٢ فلسطينيان شهيدان شويدي چې ورسره په يوه ورځ کښې دشهادتونو شمير ٨٠و ته رسيدلے دے، په يوه ورځ کښې دژوبل شوو فلسطينيانو شمير ٣٠٤و ته رسيدلے دے
دفلسطين دصحت وزارت ترمخه داسرائيلي بربريت داغاز نه تراوسه دشهيدانو مجموعي شمير ٥٧ زره،٤١٨و ته رسيدلے چې پکښې لوئې شمير دماشومانو او زنانه ؤ.
اخوا په خان يونس کښې دحماس اؤ اسرائيلي فوجونو ترمينځ سختې نښتې روانې دي چې پکښې دوه اسرائيلي پوځيان وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي، ګڼ اسرائيلي ټينکونو دتباه کيدو اطلاعات هم ترلاسه شويدي.
دحماس عسکري څانګې دعوه کړې ده چې ددوي مجاهدينو ددشمنو دپرمختګ په مخنيوي کښې کاميابي ترلاسه کړې ده اؤ په ګڼو محاذونو سخت مزاحمت روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0