کوئټه کښې بمي چاؤدنه، دوه تنه مړۀ

May 31, 2025 - 21:44
 0  0
کوئټه کښې بمي چاؤدنه، دوه تنه مړۀ
Do not cross

 دکوئټې خواؤشا علاقه هنه اوړک کلي منګل کښې دوسله والو کسانو لخوا دسکرو په درنګ حمله شوې ده چې پکښې قبائيلي مشر دخپل ورور پشمول وژل شوے دے، يوولس کسان ژوبل شوي هم دي،  دسکرو په درنګ کښې سامان هم سوزول شوے دے.

  دايس ايچ او هنه اوړک  نويد اختر وينا ده چې  دکوئټې  علاقې هنه اوړک کلي منګل کښې په زورداره چاؤدنه کښې دوه وروڼه پحق رسيدلي اؤ يوولس کسان ژوبل شويدي

دۀ وئيلي دي چې دحملې هدف قبائيلي شخصيت سردار عبدالسلام ؤ، چې کوراباري شخصيت اؤ دسکرو ددرنګ مالک ښودل کيږي  چې ترې په مبېنه توګه کالعدم تنظيم  بهته غوښتې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي