سوات کښې دپوليو په ټيم حمله، ليويز اهلکار شهيد

Oct 15, 2025 - 13:11
 0  1
سوات کښې دپوليو په ټيم حمله، ليويز اهلکار شهيد

 دسوات علاقې ارکوټ کښې  دپوليو په ټيم حمله شوې ده چې پکښې دليويز يو اهلکار شهيد شوے دے، دسرچينو وينا ده چې دپوليو ټيم په امنيت مامور دليويز اهلکار عبدالکبير  دنامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ويشتل شوے چې په نتيجه کښې ئې هغه په موقعه ساه ورکړې ده، دسوات ډي پي او  محمد عمر ترمخه دشهيد اهلکار مړے  هسپتال ته منتقل کړے شوے دے، دحملې وروسته علاقه په ګيره کښې اخستل شوې اؤ سرچ اپريشن شروع کړے شوے دے، دوفاقي داخله وزير محسن نقوي په ګډون ګڼو  وزيرانو، سياسي اؤ مذهبي مشرانو ددې حملې غندنه کړېده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي