ګراني سيوا کيدے شي، دسټيټ بينک ګورنر

Oct 8, 2025 - 23:15
 0  1
ګراني سيوا کيدے شي، دسټيټ بينک ګورنر

 د پاکستان د سټيټ بينک (ايس بي پي) ګورنر جميل احمد اشاره ورکړې چې د راتلونکې مالي پاليسي چې به د اکتوبر پر 27 نېټه اعلان شي، پکښې د سود کچې کموالي امکان نه شته، ځکه چې د ګرانۍ  اړوند غير يقيني حالات او د نړيوالې مالي  ادارې (آئي ايم ايف) سره روانې خبرې پر دې  فيصله اغېز کولے شي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ګورنر سټيټ بينک جميل احمد د امريکايي مجلې ‘بلومبرګ’ سره مرکه کښې ويلي، چې د سود کچې کښې بدلون کول به د آئي ايم ايف مذاکراتو پايلو او وروستي سېلاب اقتصادي اغېزو پورې تړلے وي. جميل احمد ويلي، چې ګرانۍ ممکن  ده چې د لنډ وخت لپاره د 2026 د شروع په موده کښې د ايس بي پي منځمهاله هدف (۵ تر ۷ فيصده) څخه پورته لاړه شي، خو طمعه دا ده چې دا به د روان او راتلونکي مالي کال په دوران کښې په همدغه کچه پاتې شي. جميل احمد بلومبرګ ته  وئيلي چې ايس بي پي  په تيرو دريوو مياشتو کښې انټربينک مارکيټ نه خواؤشا ٢٠ اربه ډالر اخستي اؤ دخپلو زرمبادله په ذخيرو کښې اضافه کړېده، دا يو ارادي اقدام ؤ، کۀ چرې دا خريداري نۀ وے شوې نو زمونږ پوزيشن به بيخي مختلف وے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي