په کوهاټ کې د ډينګي ويروس ساري ناروغي ډېره شوې
کوهاټ (نعمت الله خان) په کوهاټ ولسوالۍ کې د ډينګي ناروغي د چټکۍ سره خپرېدو له امله اندېښنې زياتې شوې دي. د کوهاټ د روغتيا مشر ډاکټر ګل سېد د رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې تر اوسه د ډينګي ناروغانو شمېر 261 ته رسېدلی دی او په روغتونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي وارډونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، په ياد ويروس د کوهاټ تحصيل اړونډ سيمه جرما کې ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
همداسې ډول د کوهاټ ګمبټ او لاچۍ تحصيلونو اوسېدونکي هم ډينګي ويروس اغېزمن کړي چې درملنه يې روانه ده او مخنيوي لپاره د روغتيا کارکوونکي په هغو سيمو کې دوا پاشي کوي چېرته چې د ډينګي ويروس غوماشي شتون لري.
د روغتيا مشر کوهاټ ولس ته سپارښتنه کړې چې د نظافت خاص خيال وساتي، د کورونو دننه او شاوخوا ناپاکی اوبه، خځلو او ګلدانونه پاک کړي چې غوماشي پکې ځالې جوړې نه کړي. ځکه د همدې احتياط له لارې د ډينګي ويروس په پېښو کې کموالی راتلای شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0