داختلافاتو پيدا کوونکو په پارټۍ کښې هيڅ ځائے نشته، بيرسټر سيف
دخېبرپښتونخوا داطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې عمران خان دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور باندې دخپل مکمل اعتماد اظهار کړے اؤ هدايت ئې ورته کړے دے چې داختلافاتو پيدا کوونکو په پارټۍ کښې هيڅ ځائے نشته. دۀ وئيلي دي چې دوزيراعلي علي امين په اډياله جيل کښې دعمران خان سره دوو ګينټو نه زيات وخت پورې اهم ملاقات شوے دے، چې پکښې خېبرپښتونخوا کښې دامن وامان، سيکورټياؤ متعلقه معاملو په اړه خبرې شويدي، په دې دوران عمران خان په وزيراعلى دمکمل اعتماد اظهار کړے دے. بيرسټر سيف وئيلي دي چې دملاقات په دوران وزيراعلى په ټولو معاملو عمران خان په اعتماد کښې اخستے اؤ په صوبه کښې دامن وامان په حواله ئې هغه دخېبرپښتونخوا حکومت داقد اماتو نه خبر کړے دے، په دې دوران عمران خان ته دامن دقيام لپاره دقبائيلي جرګو دانعقاد په اړه هم وينا شوې ده. دۀ ووئيل چې ملاقات کښې افغانستان سره دمذاکراتو په معامله هم تفصيلي خبرې شويدي، دپي ټي ائي باني لخوا وزيراعلى ته دافغانستان سره درابطه کارۍ اؤ مذاکراتو يقيني کولو هدايت شوے دے. باني ته دصوبې معاشي صورتحال اؤ بجټ پۀ اړه بريفنګ ورکړے شوے دے. عمران خان په پارټۍ کښې دتفريق پيدا کووونکو اؤ خپل مينځي اعتماد خرابونکو خلاف دسختو اقداماتو هدايت کړے دے، هغه دبې بنياده اؤ منفي بيان بازۍ کولواؤ داخلي اتحاد مجروحه کوونکو دمخنيوي هدايت کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0