بلوچستان کښې بمي چاؤدنه، پينځه مړۀ

Sep 16, 2025 - 14:28
 0  1
بلوچستان کښې بمي چاؤدنه، پينځه مړۀ

 د بلوچستان  د تربت ښار سره نزدې د سرحدي سيمه کښې پر يو موټر د ريموټ کنټرول بم بريد شوے، چې په نتيجه کښې 5 تنه وژل شوي دي۔ د ډان نيوز د راپور له مخې، دا پېښه د سرحدي سيمې مند شند کښې رامنځته شوې، چيرې چې موټر د ريموټ کنټرول بم له لارې الوزول شوے دے۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د لټون عمليات (سرچ آپرېشن) ئې شروع کړي دي۔ د ترهګرو له خوا دا بريد د ضلع کيچ د تحصيل دشت او مند تر منځ سيمه شند کښې ترسره شوي، او په دې کښې يو ديسي جوړ شوي بم (IED) کارول شوي دي۔ ياد بريد د بلوچستان په هغه روان ترهګرۍ لړۍ کښې شامل دي، چې پکې د دښمن عناصرو له خوا د ترهګرۍ پيښې ترسره کېږي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي