خېبرپښتونخوا کښې دپوځ عمليات،19 ترهه ګر ووژل شول

Sep 11, 2025 - 16:56
 0  1
خېبرپښتونخوا کښې دپوځ عمليات،19 ترهه ګر ووژل شول

پۀ ۹ او ۱۰ ستمبر د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کښې د درې جلا عملیاتو په نتیجه کښې د هند   حمايت يافته خوارجو (فتنه الخوارج) ۱۹ ترهګر وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د ترهګرو د موجودګۍ د معلوماتو ترلاسه کېدو نه پس، امنیتي ځواکونو د مہمند ضلعې په ګلونو سیمه کښې د استخباراتو پر بنسټ عملیات وکړل.

په دغه کارروايي کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو اډې په مؤثره توګه په نښه کړې، او د سختو ډزو په تبادله کښې ۱۴ د هند لخوا پالل شوي خوارج ووژل شول.

همدارنګه، یو بل استخباراتي عملیات په شمالي وزیرستان کښې د دته خېل په سیمه کښې وشو، چرته چې په  ډزو  ور ۴ خوارج ووژل شول.

سربېره پر دې، یو بل مقابله په بنو ضلع کښې وشوه، چرته چې امنیتي ځواکونو یو بل خارجی هم وواژه. د وژل شویو خارجي نه وسله او باروت هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ ویاند وایي چې دا ترهګر په یاده سیمه کښې د څو ترهګریزو پېښو سره تړلي وو. اوس هم په سیمه کښې د کلیئرنس عملیات روان دي، تر څو که کوم نور پټ خوارج موجود وي، هغه له منځه یووړل شي. د پاکستان پوځ د هېواد نه د هند لخوا تمویلېدونکي ترهګرۍ د ختمولو لپاره پوره هوډ لري.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي