بدین کې د پک اپ اوړيدو پېښه، ۵ ماشومان مړۀ، ۱۰ کسان ټپیان

Sep 4, 2025 - 21:54
 0  3
بدین کې د پک اپ  اوړيدو پېښه، ۵ ماشومان مړۀ، ۱۰ کسان ټپیان

 د سندهـ صوبې په بدین  ضلعه کې پۀ  پنگریو سړک  یوه تېز رفتار پک اپ موټر چپه شوى، چې له امله یې د زیارت په سفر روان ۵ ماشومان شهیدان شوي، او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د   پولیسو چارواکو ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دا خلک د ټنډو محمد خان نه د سمن سرکار درګاه پنګريو په لور روان وو. موټر د چټک رفتار له امله الټه شو، چې له امله یې ماشومانو ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ.

 مړو شوو ماشومانو کښې ماجد، منور، بنت، اکبر، او سپنا. د ټولو زخمیانو او مړو جسدونه نزدې روغتون ته انتقال شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د ټرافیکي خوندیتوب په اړه به هم څېړنه وشي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي