د کرک ضلعي روغتون دنرسې مړے دهاسټل نه برامد
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کښې يوه روغتيا پاله ( نرسه) په خپل استوګنځي( هاسټل ) مړه موندل شوې. د رسنيو راپورونو له مخې دغه روغتيا پاله چې سمېرا نومېده د کرک په ملکي روغتون کښې دنده ترسره کوله چې د اګست پر يوولسمه نېټه د روغتياپالو په استوګنځي کښې مړه موندل شوې ده. د راپورونو په اساس دغه روغتيا پاله له خپل ورځني کار وروسته روغتون څخه استوګنځي ته راغلې وه چې هلته په کوټه مړه شوې. د يادې پېښې په اړه د روغتون مشر ډاکټر علي اصغر ويلي، د پېښې په تړاو ئې د پلټنې کولو لپاره يو پلاوے ټاکلے چې د روغتيا پوسټ مارټم او مرګ په اړه پلټنې وکړي او د مړينې علت ئې پر ډاګه کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0