په کوهاټ کې ښځينه وو حرفوي زدکرو مرکزونه ټرل کېدو پرضد احتجاج شوی

کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ د ښځينه وو حرفوي زدکړو مرکزونو د تړل کېدو پرضد ښځينه ښوونکې د اعتراض په توګه کوهاټ پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
د دغو مرکزونو ښځينه ښوونکې د راحيلې نومې يوې مشرې خبريالانو ته وويل، د خيبر پښتنخوا حکومت په کوهاټ ضلع کې د ښځينه زده کوونکو د حرفوي يا هنري زدکړو مرکزونه تړلي او 18 ښځينه ښوونکې هم له دندو لیرې کړېشوې او ورته معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.
د دغو ښځينه وو زياته کړه، چې بايد ايالتي حکومت د حرفوي زدکړو مرکزونه بېرته فعاله کړي او ټولو ښځينه ښوونکې ته د معاشونه هم ورکړل شي.
دوی دا هم وويل، د زدکړو دغه مرکزونه ټرلو سره به په کوهاټ کې ښځينه د حرفوي زدکړو بې برخې پاتې شي چې ډېری برخه يې هغه ښځينه دي چې بېوزله،کونډې يا هم کوم سرپرست نه لري. دوی لپاره د کار يوازينۍ سرچينه هم دغه زدکړې وې چې د خپلې کورنۍ او اولادونو لپاره به نفقه پرې ګټله.
اعتراض کوونکې ښځينه وو غوښتنه وکړه، چې صوبايي حکومت چارواکي د هغه ټول د حرفوي زدکړو مرکزونه ژر بېرته فعال کړي کوم چې د ښاروالۍ لخوا يې چارې پر مخ وړل کېدلې.
What's Your Reaction?






