پېښور، دوزيرعلى په مشرۍ اجلاس کښې په ايران داسرائيلو دحملې غندنه

Jun 13, 2025 - 22:33
 0  0
پېښور، دوزيرعلى په مشرۍ اجلاس کښې په ايران داسرائيلو دحملې غندنه

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې دجمعې په ورځ  دصوبائي کابينې اجلاس په سول سيکرټريټ پېښور کښې ترسره شوے دے، دصوبائي کابينې غړو، چيف سيکرټري، ايډيشنل چيف سيکرټريز اؤ  دصوبائي محکمو انتظاميې سيکرټريز هم په اجلاس کشې ګډون کړے دے

 په اجلاس کښې په ايران داسرائيلي حملې غندنه شوې ده اؤ په ايران حمله په ټول عالم اسلام دحملې مترادف ګرځول شوې ده.

 اجلاس کښې وئيل شويدي چې   مونږ دايراني وروڼو خويندو  سره   دمکملې يکجهتۍ اظهار کوو اؤ په هر محاذ به ددوي حمايت کوو ،

اجلاس کښې وئيل شويدي چې   په ايران حمله کول دبين الاقوامي قوانينو اؤ ايراني خپلواکۍ ډاګيزه خلاف ورزي ده

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي