په ايمبولينس دډزو په نتيجه کښې ديوې معصومې شهادت دانسانيت دجنازې مترادف دے،ميا افتخار
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ دخېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين وئيلي دي چې په ايمبولينس دډزو په نتيجه کښې ديوې معصومې شهادت دانسانيت دجنازې مترادف دے،ميا افتخار حسين وئيلي دي چې دباجوړ بزدلانه حمله کښې د١١ؤ اهلکارو اؤ دپيوست کورونو دچتونو راپريوتو له امله دماشومانو پشمول دعامو اولسي وګړو شهادت زړۀ دردونکې انساني الميه ده، په يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې دپښتونخوا عوام به تر څو دواکمنانو دناقصه اؤ غير واضحه پاليسيو قيمت ادا کوي، داے اين پي صوبائي صدر وئيلي دي چې باجوړ کښې دايف سي په چيک پوسټ شوې حمله انتهائي افسوسناکه اؤ دغندنې وړ ده، دۀ وئيلي دي چې عوامي نيشنل پارټي ددې ظالمانه حملې په سختو ټکو کښې غندنه کوي اړ دشهيدانو دلواحقينو سره دهمدردۍ اؤ تعزيت اظهار کوي، دۀ وئيلي دي چې دزخميانو زر صحتيابۍ لپاره دعا کوو اؤ غوښتنه کوو چې هغوي ته دې فوري اؤ بهترين طبي سهولتونه ورکړے شي، ميا افتخار حسين پوښتنه کړې ده چې دپښتونخوا عوام به تر څو دواکمنانو دناقصه اؤ غير واضحه پاليسيو قيمت ادا کوي، داے اين پي صوبائي صدر پوښتنه کړې ترڅو به دنورو دمفاداتو په جنګ کښې دپښتنو وينه بهيږي؟ دۀ پوښتنه کړې ده چې ترڅو به زمونږ په وسائيلو قبضه اؤ دجغرافيائي مفاداتو په نوم زمونږ کورونه تباه کيږي. وفاق اؤ صوبه په پښتونخوا کښې دجاري خونريزۍ ذمه وارۍ اخستو نه ډډه کوي. مرکز اؤ صوبه دسياسي اختلافاتو په بنياد په يو بل دالزامونو لګولو په سياست کښې مصروف دي. دامن قيام دصوبائي حکومت بنيادي ذمه واري ده، خو وفاق هم ځان دذمه واري نه نۀ شي بري کولے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0