عمران خان ته هسپتال کښې دعلاج اجازت ورکولو لپاره اسلام اباد کښې دپي ټي ائي احتجاج
اسلام اباد( وحدت خبر) دپي ټي ائي پارليمنټيرينز داحتجاج په نظر کښې نيولو سره دپاريمنټ هاؤس په ګيس دپوليسو درنه نفري تعينات کړے شوې ده اؤ مرکزي ګيټ هم بند کړے شوے دے. دپارليمنټ هاؤس دګيټ نه بهر بکند بند ګاډي رارسيدلي، دالام اباد ريډ زون په مکمله توګه بند کړے شوے دے. دپوليس نفري په ريډيو پاکستان چوک کښې راجمع شوې ده، دريډيو پاکستان چوک نه شاهراه دستورې پورې لاره مکمله بنده کړے شوې ده. دپوليسو له لروي يو اولسي وګړے اؤ داسمبلۍ ممبر پارلمان هاؤس ته نۀ دے پريښودل شوے، پوليسو داسمبلۍ غړے اقبال افريدے اؤ عمير نيازي ريډيو پاکستان چوک کښې ايسار کړي دي. دپي ټي ائي مشرانو احتجاج کړے اؤ دپارليمنټ هاؤس ګيټ پورې رارسيدلي دي، دګيټ بنديدو په وجه دپي ټي ائي پارليمنټيرينز بهر نۀ دي وتلي. په سينيټ کښې داپوزيشن ليډر علامه راجا ناصر عباس دمظاهرينو قيادت کړے دے. مظاهرينو کښې محمودخان اچکزئي اؤ بيرستر ګوهر هم شامل وو. اپوزيشن ليډر محمودخان اچکزئي دوفاقي وزير طارق فضل چوهدري سره ملاقات کړے اؤ هغه ئې دخپلو تحفظاتو نه خبر کړے دے. په ملاقات کښې بيرسټر ګوهر هم موجود ؤ. اپوزيشن ليډر دپارليمنټيرينز بهر وتلو نه په منعې کولو احتجاج کړے دے. اپوزيشن غړو دپارليمنټ داحاطې دننه دايوان صدر لوري ته په غزيدلي ګيټ دهرنا ورکړې ده. دوي دحکومت خلاف نعره بازي کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0