په خېبرپښتونخوا بيا ترهه ګري مسلط کولےشي،سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې دګورنر راج لګولو سازش روان دے، زۀ به دعدالتونو نه نااهله کړے شم اؤ يا به دلارې نه اخوا کړے شم، خېبر امن جرګې ته په وينا کښې وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې دوزيراعظم شهباز شريف له لوري راته بلنه ترلاسه شوې ده، سبا(نن) بهه په ملاقات کښې دصوبې دمسائيلو مقدمه مخې ته ږدم. دۀ ووئيل چې په بلوچستان کښې ددهشت ګردۍ دپېښو غندنه کووم، سهيل افريدي ووئيل چې وفاق په ماضي کښې دائي ډي پيز په اربونو روپۍ خوړلي، دۀ ووئيل ما چې څلور اربه روپۍ مختص کړې نو دوفاق له لوري راباندې دکرپشن الزامونه لګول کيږي، څلور اربه نۀ متاثرينو ته به سل اربه روپۍ ورکوو. سهيل افريدي ووئيل چې ټولو قبائيلي ضلعو ته به ځم اؤ اسلام اباد کښې په دهرنې ورکولو بهه ترې رائې اخلم، دۀ ووئيل چې دګورنر راج لګولو سازش روان دے، دۀ ووئيل دا جرګه نن ډيره ضروري ده، دا خلق دلته په يوه اهمه معامله په ګڼ شمير کښې راټول شويدي، دۀ ووئيل تاسو پرون وليدل چې په بلوچستان کښې ددهشت ګردۍ پېښې په مختلفو ضلعو کښې وشوې، دخېبرپښتونخوا حکومت اؤ عوام ددې حملو په سختو ټکو کښې غندنه کوي، دۀ ووئيل چې په نهمه اپريل ٢٠٢٢م کښې چې کله رجيم چينج اپريشن وشو اؤ دعمران خان حکومت دبهرني سازش لاندې رانسکور کړے شو نو دهغې نه پس چې درجيم چينج اپريشن روان ؤ نو په هاغه پلان کښې دا فيصله شوې وه چې خېبرپښتونخوا ته به ترهه ګري اؤ ترهه ګر راوستل کيږي، ددۀ وينا وه چې دا دبندو کوټو فيصله وه، دهغې نه پس چې مونږ ته معلومه شوه نو دمرادسعيد په مشرۍ کښې په ټوله خېبرپښتونخوا کښې مونږ احتجاجونه وکړل، دا دريکارډ برخه وه، مونږ چغې وهلې چې يوځل بيا دهشت ګردي په خېبرپښتونخوا مسلط کولے شي، دلته ترهه ګري ابادولے شي، يوځل بيا دپښتنو دسرونو سودا شوې، يوځل بيا دبندو کوټو والا دپښتنو په سرونو ډالرې ګټونکي دي، خو مونږ ته ووئيلے شول چې تاسو دروغ وايئ، دهاغه وخت وفاقي حکومت دا پروپيګنډه وګرځوله، دهاغه وخت ډي جي ائي ايس پي ار هم دا پروپيګنډه وګرځوله خو مونږ هغوي ته ووئيل چې ګورئ، هغوي غرونو ته رارسيدلي، دوي دوباره راروان دي خو چا هم ددوي خلاف کارروائي ونۀ کړه کله چې دوي دغرونو نه لاندې راغلل نو مونږ ورته ووئيل چې ګورئ دوي دغرونو نه لاندې راکوز شول، ددوي بندوبست وکړئ، ددوي مخه ونيسئ، خو مخنيوے ئې ونۀ کړے شو. کله چې په دبازارونو نه زمونږ کورونو پورې راورسيدل اؤ دټوپک په زور ئې زمونږ نه ډوډۍ خوړله، نو دشپې به هغوي زمونږ نه په زور ډوډۍ خوړله اؤ سحر به سيکورټي اهلکار راتلل اؤ وئيل به ئې چې تاسو په دوي ډوډۍ ولې وخوړله، کۀ نۀ به مو پرې خوړله نو هغوي( ترهه ګرو) به وژلو اؤ کۀ خوړله به مو پرې نو دوي( سيکورټي اهلکارو) به وژلو، دلته دډوډۍ خوړولو مسئله نۀ ده بلکې سوال دا دے چې هغوي زمونږ تر کورونو څنګه راورسيدل، دسيکورټي فورسز ذمه واري ده چې هغوي زمونږ دسرحدونو حفاظت وکړي، زما تر کوره رارسيدو لپاره په پنځوسو چيک پوسټونو سيکورټي فورسز ولاړ دي، هغوي بارډر اؤ ستاسو سيکورټي چيک پوسټ هم کراس کوي اؤ زما تر کوره رارسي، کومه چې سراسر بې انصافي ده. په ټوله دنيا کښې داسې نۀ کيږي. دۀ ووئيل کله چې هغوي( ترهه ګر) زمونږ تر کوره راورسيدل نو دملټري اپريشن تيارۍ لپاره ، زمونږ په کورونو ډرون حملې شروع شوې، زمونږ په کورونو دجيټ طيارو نه بمباري شروع شوه، تاسو ټوله ته معلومه ده چې په يوه ، يوه حمله کښې زما دکور تيراه يوويشت، يوويشت کسان شهيدان شويدي. خو کله چې يوويشت کسان بې ګناه شهيدان کيږي نو ميډيا زمونږ معصوم خلق ترهه ګر ګرځوي اؤ پيش کوي ئې. هاغه يوويشت کسان بې ګناه وو، دډرون حملې دلارې زمونږ خلق شهيدان کړے شو.معصومه بچۍ شهيده کړے شوه، کله چې ددې معصومې بچۍ مړے دسيکورټي فورسز مخې ته دپرامنه احتجاج لپاره کيښودے شو نو دې سيکورټي فورسز ډزې وکړې چې پکښې پينځه کسان شهيدان شول، دا هر څه ولې کيدل، دا هر څه دملټري اپريشن لارې هوارولو لپاره کيدل، ماته ددې خبرې علم ؤ چې دوي ته څه کول دي. ما دوي ته ووئيل کۀ زما دحکومت اؤ يا دتحريک انصاف دخرابولو لپاره ملټري اپريشن کوئ نو په تيراه کښې واوره وريږي، هلته ملټري اپريشن مۀ کوئ، خو هغوي زما يوه خبره ونۀ منله هغوي وړومبے زما خلاف دا بيانيه جوړه کړه چې دے دترهه ګرو سره ميلاؤ دے، بيا ئې دا بيانيه جوړه کړه چې دے دسمګلرانو سره ميلاؤ دے، خو دواړو بيانيو کښې دوي دشکست سره مخ شو نو بيا دوي زما دبدنامولو لپاره ددې اپريشن سهارا واخسته، دبيا بيا وينا کولو باوجود چې زما خلق مجبور کړے شو، دتيراه خلق م…
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0