بلوچستان:دوه ورځو کښې 88 ترهه ګر وژل شوي،10اهلکار شهيدان
بلوچستان کښې د امنيتي سرچينو له مخې تر اوسه پورې د «فتنه الہندوستان» ۳۷ ترهګر وژل شوي دي، په داسې حال کښې چې د امنيتي ادارو او پوليسو ۱۰ سرتېري هم شهيد شوي دي۔
امنيتي سرچينې وايي چې د شنبې په سهار د فتنه الہندوستان ترهګرو په ۱۲ بېلابېلو ځايونو بريدونه وکړل۔ کوئټه، دالبندين، پسني او ګوادر په نخښه شوي دي۔
په بيان کښې ويل شوي چې د پاکستان زړورو وسله والو ځواکونو، فرنټيئر کور (اېف سي) او بلوچستان پوليسو په زړورتيا او مېړانه سره د ترهګرو ناوړه ارادې شنډې کړې دي،امنيتي سرچينې وايي چې په دغو بريدونو کښې ۳۷ ترهګر ووژل شول۔
د معلوماتو له مخې د عملياتو پۀ مهال ترهګر په افغانستان کښې مېشتو خپلو هينډلرانو سره پرله پسې په رابطه کښې وو۔ په دې لړ کښې ۱۰ امنيتي اهلکار شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول۔»
که د تېرو 48 ساعتونو جاج واخيستل شي، نو نور51ترهګر هم وژل شوي، چې ورسره د وژل شوو ترهګرو ټول شمېر88 ته رسېدلے دے
د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي وايي چې په تېرو 12 مياشتو کښې په بلوچستان کښې امنيتي ځواکونو له 700 زيات ترهګر وژلي دي
«يوازې په تېرو دوو ورځو کښې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې نزدې 70 ترهګر وژل شوي دي۔»
د وزيراعلیٰ د دفتر له لوري په جاري شوي بيان کښې سرفراز بګټي وئيلي دي چې نن سهار وختي د فتنه الہندوستان ترهګرو په بېلابېلو سيمو کښې د بريد هڅه وکړه، خو د بلوچستان پوليسو او اېف سي زړورو سرتېرو په ګډه د ترهګرو ټول بريدونه ناکام کړل
د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په کوټه کښې د بم چاودنې د ځائے ليدنه وکړه او د امنيتي وضعيت جاج ئې واخيستو۔ د بلوچستان د پوليسو آئي جي محمد طاهر خان وزيراعلیٰ ته د پېښې په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0