پېښور،سنګينو مقدمو کښې مطلوب دوه شوکمار ژوبل حالت کښې ګرفتار
پېښور( وحدت خبر) دکراس ډزو په دوران شوکې، په پوليسو حمله، اقدام قتل اؤ نورو سنګينو مقدمو کښې ککړ خطرناک شوکمار په ژوبل حالت کښې نيول شويدي، دکيپټل سټي پوليس پېښور لخوا جاري شوي بيان ترمخه دګرفتار سنيچرانو پيژندګلو درشيد اؤ ياسين عرف کم کم په نومونو سره شوې ده چې دقبضې نه ئې وارداتونو کښې استعمال شوې وسله هم برامد کړے شوې ده. دګرفتار ملزم رشيد ولد مقبول خلاف ايبټ اباد، مانسهره، چارسده، کوهاټ اؤ دنوښار په مختلفو تاڼو کښې دوسلې، غلا، تروړل شوي مال ايښودو اؤ نورو سنګينو جرمونو ګڼې مقدمې درج دي. همدغه شان دياسين عرف کم کم ولد عبدالسلام خلاف پشتخره تاڼه کښې د اقدام قتل، په پوليس دحملې، شوکې، ډاکې، وسلې ايکټ اؤ منشياتو سنګينې مقدمې درج دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0