دوفاقي پېسو په عدم ادائيګۍ دوزيراعلى وزيراعظم ته خط، صوبه دسخت مالي اؤ انتظامي بحران ښکار ده،سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي دوفاقي پېسو په عدم ادائيګۍ وزيراعظم ته باضابطه خط ليکلے دے، دوزيراعلى سهيل افريدي لخوا په دې اړه جاري شوي يو بيان ترمخه وزيراعلى محمد سهيل افريدي دوفاقي حکومت له لوري په ائيني توګه واجب الادا مالي پېسو په مسلسل عدم ادائيګۍ دسخت تشويش اظهار کړے اؤ په دې حواله ئې وزيراعظم ته باضابطه خط ليږلے دے، په خط کښې وزيراعلى واضحه کړې ده چې دوفاقي حکومت له لوري داين ايف سي ايوارډ لاندې دمياشتې پېسې، نيټ هائيډل منافع، تيل اؤ ګيس رائيلټيز اؤ دضم شوو ضلعو لپاره دمختص فنډز په وخت اؤ مکملې ادائيګۍ نۀ کيدو په وجه خېبرپښتونخوا دسخت مالي اؤ انتظامي بحران ښکار شوې ده. دمالي کال ٢٠٢٥م-٢٦م صوبائي بجټ په مکمله توګه دائيني ضمانت يافته مالي حقونو په بنياد جوړ کړے شوے ؤ، خو ددې دائيني ذمه واريو برعکس په وفاقي کچه دپېسو ادائيګي مسلسل دمقررې کچې نه کمه پاتې شوې ده، داين ايف سي لاندې دخېبرپښتونخوا حق 658.4 اربه روپۍ جوړيږي، اؤ تراوسه صرف 604 اربه روپۍ جاري کړے شويدي چې په نتيجه کښې ئې د54.4 اربو روپو سنګينه کمے پيدا شوے دے. ددې خلا په وجه دصوبې کيش منيجمنټ متاثره شوے دے، په بجټ عمل درامد کښې رکاوټونه پيدا شويدي اؤ صحت، تعليم پشمول نورو اهمو عوامي څانګو کښې سروس ډيليوري سخته متاثره شوې ده. وزيراعلى په خاص توګه دضم شوو ضلعو په صورتحال دتشويش اظهار کړے اؤ وئيلي ئې دي چې ددې ضلعو لپاره په صوبائي بجټ کښې 292 اربه روپۍ مختص کړے شويدي، خو دوفاق له لوري تراوسه صرف 56 اربه روپۍ جاري کړيدي چې ورسره ترقياتي عمل، بنيادس لهوتونه اؤ درياستي استحکام اهدافو ته سخت نقصان رسيږي، په خط کښې وئيل شويدي چې خېبرپښتونخوا دا وخت ددهشت ګردۍ خلاف فرنټ لائن صوبه ده اؤ په يو وخت سيلابي افتونه، دبحالۍ اقدامات اؤ په عارضي توګه دبې کوره شوو خلقو دپالنې پشان درانۀ قومي اخراجات برداشت کوي خو ددې قومي ذمه واريو مالي بوج په غيرمنصفانه توګه په صوبه اچول کيږي. وزيراعلى دوفاقي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې ټول بقاياجات دې په فوري، مکمل اؤ غيرمشروطه توګه جاري کړے شي، په خصوصي توګه داين ايف سي دمياشتې قسطونه، نيټ هائيډل منافع، تيل اؤ ګيس رائلټيز اؤ دضم شوو ضلعو فنډز دې دائيني تقاضو مطابق فراهم کړے شي، په خط کښې خبردارے ورکړے شوے دے چې دنور ځنډ په وجه به دصوبې مالي دباؤ سيوا کيږي اؤ دګورننس صلاحيت به کمزورے کيږي. دمعاملې دسنګينۍ په نظر کښې نيولو سره وزيراعلى دوزيراعظم نه دفوري اؤ ذاتي توجو کولو غوښتنه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0